د پخلاينې عالي شورا د سولې نړيوالې ورځې په تړاو د يوې خبرپاڼې له لارې له طالبانو د اوربند او تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې ده.
د سپټمبر ۲۱مه د ملګرو ملتونو له لوري د سولې نړيواله ورځ نومول شوې.
خبرپاڼې د ملي پخلاينې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله خبرې را اخيستې چې ويلي يې دي، افغانستان په يوه تاريخي شېبه کې دی او د افغان حکومت مرکچي پلاوی له يوې اوونۍ راهيسې له طالبانو سره د سولې په خبرو بوخت دی.
عبدالله ويلي دا خبرې يوې تلپاتې هوکړې او سولهييز ژوند ته د رسېدو لپاره روانې دي.
د عبدالله په خبره، له ۴۰ کلونو راهيسې افغانستان په جګړو او تاوتريخوالي کې ښکېل دي او دې بېپايه جګړې د ډېرو ژوند اخیستی دی.
د ملي پخلاينې عالي شورا ويلي، له بده مرغه تر اوسه هم خلک د جګړې او شخړې په تور سيوري کې دي او هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان قرباني کېږي.
د ملي پخلاينې عالي شورا په اعلاميه کې راغلي چې خلک نور د جګړو او نښتو له دوام سخت ستړي شوي او تاريخ هم ثابته کړې چې جګړه د اختلافونو د حل لاره نه ده او يوازې خبرې کولای شي سولهييز ژوند ته زمينه برابره کړي.
د ملي پخلاينې عالي شورا داسې مهال له طالبانو د اوربند او تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې چې دغې ډلې تر دې مهاله اوربند ته غاړه نه ده اېښې او ټينګار لري، تر هغې چې افغانستان کې د جګړې عوامل له منځه نه وي تللي، جګړې ته دوام ورکوي.