دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 219288
کابل کې د ماین چاودنو له کبله یوه ماشوم ژوند بایللی او درې ملکي کسان ټپیان دي. د کابل اتمې او پنځمې حوزو سیمو کې نن سهار(دوشنبې د وږې په ۳۱) دوو بېلابېلو پېښو کې یوه ماشومان ژوند له لاسه ورکړ. د کابل پولیس څرګندوي چې د کابل اتمې حوزې سیمه کې ماشوم هغه وخت ژوند وبایللو چې سیمه کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ووچول. همداراز د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وايي د کابل پنځمې حوزې سیمه کې د منقاطیسي ماین چاودنې له کبله درې ملکي کسان ټپیان شوي دي. د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcfc1d0cw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته