تخار کې یوې امنیتي سرچینې خامه پرس ته تائید کړه چې د طالبانو د تېرې شپې په برید کې نهه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تېره شپه د تخار ولایت دشتقلعه ولسوالۍ د نواباد په کلې کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو ډلهییز برید کړی چې نهه تنه سرتېرې یې وژلي دي.
د سرچینې په خبره، د دواړو لورو ترمنځ د دوه ساعته لپاره جګړه روانه وه چې په پایله کې شپږ د ملي اردو سرتېرې او درې پولیس وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړه، په دغه نښته کې ګڼو وسلهوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو د دقیقو شمېرو په اړه معلومات نشته.
په ورته وخت کې په کاپیسا کې ځينې امنیتي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د امنيتي سرتېرو پر پوستو د طالبانو په برید کې د امنیتي ځواکونو د یو قومندان په ګډون نهه سرتېري وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)