دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 219310
له تېرې شپې راهیسې؛ ۵ ولایتونو کې ۵۳ سرتېرو ژوند وبایلود
د تېرې شپې راهیسې د هېواد څلورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۲۷ افغان سرتېرو ژوند بایللی دی.
د تخار، کندهار او بلخ ولایتونو د مسوولینو د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د وږي په ۳۱مه) یې له رسنیو سره شریک کړي، وايي چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.
یوه سرچینه وايي چې میدان وردګو کې بیا د طالبانو بریدونو پایله کې ۲۰ سرتېرو ژوند بایللی دی.
د مالوماتو له مخې بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ هېواد کلي کې د ملي امنیت پر پوستې د طالبانو برید پایله کې ۵ سرتېرو ژوند بایللی او ۳ نور یې له ځانه سره بېولي دي.
همداراز کندهار ولایت کې د دوو  جلا پېښو په ترڅ کې ۱۱ سرتېرو ژوند بایللی دی.
د مالوماتو له مخې د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۷ سرتېرو ژوند بایللی دی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، جمال بارکزی څرګندوي چې نښه کې ۵ سرتېري ټپیان شوي هم دي. دی زیاتوي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
د دې ترڅنګ دغه ولایت کې د بلې پېښې په ترڅ کې څلورو سرتېرو ژوند بایللی دی. دغه پېښه د کندهار د تخته پل ولسوالۍ کې هغه مهال شوې چې طالبانو د مليد پر امنيتي پوستې برید کړی دی.
له دې سره تخار ولایت کې له طالبانو سره نښته کې شپږ د پوځ سرتېرو او درېیو پولیسو سرتېرو ژوند بایللی دی.
یوه امنیتي سرچینه وايي چې کاپیسا ولایت کې هم د طالبانو برید کې اتو سرتېرو ژوند بایللی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb89b5grhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته