دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 219317
اروپايي ټولنه: افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتوالي سخت اندېښمن کړي يو
اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د تاوتريخوالي زیاتوالي سخت اندېښمن کړي دي او يو ځل بيا په طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره تاوتريخوالي ودروي او اوربند وکړي.
دې ټولنې د سولې نړيوالې ورځې په تړاو اعلاميه کې ويلي، دوی په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي او په ځانګړي ډول د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سخت اندېښمن دي.
دې ټولنې ويلي:
موږ يو ځل بيا په طالبانو غږ کوو چې تاوتريخوالی ودروي او ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي.
اروپايي ټولنې داسې مهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې چې په وروستيو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې جګړو زور اخيستی او ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
د اروپايي ټولنې تر څنګ نن امريکا او ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د تاوتريخوالي په زياتوالي اندېښنه څرګنده کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciz3aryt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته