کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتوالي سخت اندېښمن کړي يو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سنبله 1399 ساعت 17:13

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د تاوتريخوالي زیاتوالي سخت اندېښمن کړي دي او يو ځل بيا په طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره تاوتريخوالي ودروي او اوربند وکړي.


دې ټولنې د سولې نړيوالې ورځې په تړاو اعلاميه کې ويلي، دوی په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي او په ځانګړي ډول د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سخت اندېښمن دي.
دې ټولنې ويلي:
موږ يو ځل بيا په طالبانو غږ کوو چې تاوتريخوالی ودروي او ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي.
اروپايي ټولنې داسې مهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې چې په وروستيو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې جګړو زور اخيستی او ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
د اروپايي ټولنې تر څنګ نن امريکا او ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د تاوتريخوالي په زياتوالي اندېښنه څرګنده کړه.


د مطلب کود: 219317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219317/اروپايي-ټولنه-افغانستان-کې-د-تاوتريخوالي-زياتوالي-سخت-اندېښمن-کړي-يو

آوا
  https://www.avapress.com