د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټویټر پاڼه لیکي، وسلهوالو طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ډلهییز بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې ۹۸ تنه ملکي وګړي وژلي او ۳۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، طالبانو ډېری بریدونه په ننګرهار او تخار ولایتونو کې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره هممهاله د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او ګڼ شمېر هیوادوال په کې زیانمن کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)