کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارین: طالبانو تېرو دوو اوونیو کې ۹۸ ملکیان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سنبله 1399 ساعت 17:32

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، وسله‌والو طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۸ تنه ملکي کسان وژلي او ۳۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټویټر پاڼه لیکي، وسله‌والو طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ډله‌ییز بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې ۹۸ تنه ملکي وګړي وژلي او ۳۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، طالبانو ډېری بریدونه په ننګرهار او تخار ولایتونو کې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره هم‌مهاله د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او ګڼ شمېر هیوادوال په کې زیانمن کېږي.


د مطلب کود: 219323

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219323/ارین-طالبانو-تېرو-دوو-اوونیو-کې-۹۸-ملکیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com