دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۲۷
د مطلب کود : 219337
غني: د سولې په مذاکراتو کې باید مداخله ونشي
ښاغلي غني په کابل کې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱(وږي۳۱) د سولې د نړیوالې ورځې په مناست جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په مذاکره کې باید مداخله ونشي.


هغه وویل: «هره ورځ دې په مذاکره کې مداخله ونکړي او له هیئت څخه دې پوره ملاتړ وشي چې د اسلامي‌ جمهوریت نمایندګي وکړي.»
ښاغلي غني ونه ویل چې په مذاکراتو کې څوک او څرنګه مداخله کوي، خو د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت د غونډې ګډونوالو ته یې په خطاب کې وویل چې باید له زغم او حوصلې څخه کار واخیستل شي او نغواړي چې پیل شوي مذاکرات خراب شي.
هغه زیاته کړه: «په تېرو اتلسو میاشتو کې له یوې ستونزمنې مرحلې او خنډونه څخه تېر شو. تاسو حوصله له لاسه مه ورکوئ،‌ هغوی له خدایه غواړي چې تاسو د مذاکرې له میز څخه ووځئ،‌ لویه او پراخه حوصله په کار ده، آیا بیا غواړی چې (دا هر څه) له سر یې پیل کړو.»
د افغانستان ولسمشر پر طالب مشران یو وار بیا غږ وکړ چې اوربند وکړي، «دا د دین احکام دي،‌ راځئ چې اوربند وکړو.»
ښاغلي‌ غني همدغه راز د سولې په اړه د خپل حکومت په دریځ بیا ټېنګار وکړ او وویل چې د سولې په اړه ملي‌ او نړیواله اجماع موجوده ده.
هغه دا خبره هم وکړه چې داسې سوله غواړي چې په افغانستان کې روان «څلوېښت کلن خشونت په اساسي ‌ډول ختم شي.»
ښاغلي غني هیله وښوده چې د سولې روان مذاکرات کامیاب شي او وار دمخه یې پلانونه نیولي چې څنګه طالب جنګیالي په ټولنې کې مدغم کړي.
هغه په افغانستان کې د طالب جنګیالیو شمېر د «۴۰زرو او ۶۰زرو» ترمنځ‌ یاد کړ او زیاته یې کړه چې باید د «هغوی یتیمانو ته هم رسېدګي وشي. افغان ماشوم طالب او غیر طالب نغواړي».
په همدغو مراسمو کې د افغانستان د سولې د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې په دوحه خبرې روانې دي ‌او په افغانستان کې بیا جګړې او خشونت زیات شوي‌ دي.
هغه وویل چې باید د سولې د خبرو سره په جګړه کې کموالی راشي او خلک د مذاکراتو پرمختګ کې د تاوتریخوالي کمښت اوربند محسوس کړي.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې په قطر کې له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې د « د افغانستان د سولې مذاکرات» روان دي او تر دې دمه کومې مشخصې نتیجې ته رسېدلي نه دي، خو دواړه خواوې وايي‌ چې خبرې ښې روانې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaeonu049n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته