دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 219343
مک‌ماسټر: د ټرمپ پرېکړې به د سپټمبر یوولسمه بیا تکرار کړي
د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر ویلي، د ټرمپ د تېروتنو او غلطو پرېکړو له کبله به امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه بیا تکرار شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر په تازه مرکه کې ویلي، ټرمپ به افغانستان نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا له خطر سره مخ کړي.
نوموړی وایي، د ټرمپ د تېروتنو له امله د دې احتمال شته چې امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې خونړۍ او خطرناکه پېښه رامنځته شي.
هغه دغه راز ویلي، ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو او د سولې پروسې په پیلولو سره لویه تېروتنه وکړه.
د نوموړي په خبره، د ډېر فشار د نه موجودیت له کبله به د سولې پروسه بریا ته و نه رسېږي چې دا مسئله به نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته هم زیات خطرونه پېښ کړي.
د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر تردې وړاندې هم ویلي و چې ټرمپ د طالبانو خوا نیولې ده او افغان حکومت یې پرېښی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkwnix23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته