د کرونا دغه مثبتې پېښې په کابل، بلخ، ننګرهار او ډایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۹۶ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، هېڅ ناروغ روغتیا نه ده موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۵۷۶ تنو ته ورسېده.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته یو ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۴۵ تنو ته رسېدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)