کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره یوه شپه او ورځ څلورو ولایتونو کې ۲۲ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1399 ساعت 14:47

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۳۱۲ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۲ پایلې یې مثبتې وې.


د کرونا دغه مثبتې پېښې په کابل، بلخ، ننګرهار او ډایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۹۶ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، هېڅ ناروغ روغتیا نه ده موندلې.  د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۵۷۶ تنو ته ورسېده.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته یو ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۴۵ تنو ته رسېدلی دی.


د مطلب کود: 219375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219375/تېره-یوه-شپه-او-ورځ-څلورو-ولایتونو-کې-۲۲-تنه-په-کووېډ۱۹-ناروغۍ-اخته-پېژندل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com