د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر د نن (سه شنبه، ۱تلې) خپره کړې خبرپاڼه کې د دې ولایت کوټ ولسوال نجیب الله رحماني له قوله ویلي، چې په دې ولسوالۍ کې د شلټر پروګرام له لوري د داعش وسله والو لخوا د سلګونه ړنګ شويو کورونو بيا رغونه پيل شوې.
د خبرپاڼې له مخې تر دولس سوه زیات کورونه، جوماتونه، ښوونځي سړکونه او نورې ټولګټې پروژې د داعش وسله والو له لوري تخريب او ويجاړ شوي وو.
یاده خبرپاڼه وایي په ياده ولسوالۍ کې اوسمهال د «شلټر» پروګرام له لوري د ۱۷۰ کورونو د رغولو چارې پيل شوي، چې پاتې نور کورونه به هم ورغول شي.
همدا راز په بېلابېلو برخو کې د بيا رغونې نورې چارې هم روانې دي.
داعش وسله والې ډلې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د کوټ ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو له وژلو سره، سره د هغوی کورونه او ټولګټې پروژې ویجاړې کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)