د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د دوو ښځو د وهلو ډبولو قضيې په تړاو د امنيتي ځواکونو درې غړي نظامي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د دوو ښځو وهلو قضيې په تړاو درې تنه څارنوالۍ ته معرفي شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1399 ساعت 15:01
د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د دوو ښځو د وهلو ډبولو قضيې په تړاو د امنيتي ځواکونو درې غړي نظامي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين پر خپل ټوېټر ليکلي، د امنيتي ځواکونو هغه سرتېری چې کابل ښار کې د دوو ښځو د وهلو ډبولو په قضیه کې ښکېل دی او دوه نور پوليس سرتېري چې د دې پېښې مخنيوي کې يې بېپروايي کړې نظامي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د يادولو ده چې څه موده وړاندې پر ټولنيزو رسنيو يوه وېډيو لاس په لاس شوه چې په هغه کې کابل ښار کې دوې ښځې د يوه کس له لوري وهل کېږي او دوه نور پوليس چې سيمه کې حاضر دي، یوازې د دې پېښې ننداره کوي.
د مطلب کود: 219381