کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: تیرو شپږو میاشتو کې طالبانو۳۵۰۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1399 ساعت 15:46

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن سې شنبه سپټمبر۲۲(تله لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یادو کسانو له ډلې څخه ۱۲۰۷ تنه وژل شوي او ۲۲۹۳ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په قربانیانو کې ښځې، ماشومان، د پاخه عمر نارینه او ځوانان شامل دي.
هغه وویل په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د سولې تر هوکړې وروسته په دفاعي حالت کې و، طالبانو په تیرو شپږو میاشتو کې۷۰۰۰ بریدونه کړي دي.
د کورنیو چار وزارت ویاند وویل چې یاد ملکي وکړي تر ډېره د سړک غاړې ماینونو کې مړه او ټپيان شوي چې په وینا یې طالبانو په دغه موده کې ۱۱۴۰ ماینونو ته چاودنې ورکړي دي.
هغه وویل: "افغان امنیتي ځواکونو په فعاله توګه د افغانانو او خاورې دفاع کړې ده، د وسله والو طالبانو شااوخوا ۱۳۰۰ ماینونه چې د تروریستي فعالیتونو په هدف ځای پر ځای شوي و هم خنثی کړي دي."
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د وسله والو طالبانو لخوا د ملکي مرګ ژوبلې راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې بین الافغاني خبرې پرانیستل شوې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره ورځ ویلي چې د سولې خبرو تر پيلېدو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی چې په ینا یې د اندېښنې وړ دی.
د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره یوناما، اروپايي ټولنې، بشري حقونو او د کاناډا سفارت تیره ورځ د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګار وکړ.
هغه پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی و، تر څو د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.


د مطلب کود: 219387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219387/کورنیو-چارو-وزارت-تیرو-شپږو-میاشتو-کې-طالبانو۳۵۰۰-ملکيانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com