دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 219388
کندهار سپین‌بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي
کرنې وزارت د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې۲۰ خاورین حوضونه جوړوي.
د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي.
دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست له خوا پلي کیږي، د کندهار د بولدک ولسوالۍ د ځایي مالدارانو او کوچیانو د مالدارۍ د ودې په پار په کې، د مالدارانو څارویو لپاره ۲۰ خاورین حوضونه او د څړځایونو بیارغول شامل دي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې پروژې پلي کول په دې سیمه کې د مالدارۍ د ودې ترڅنګ د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.
په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د بولدک ولسوالۍبرخمن شوي کوچیان او ځايي مالداران د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د مالدارانو او بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له مالدارانو او بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.
هغوی وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل کیږي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې ددې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه تر دې وړاندې هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې ورسره د یادې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر ستونزې هوارې شوي دي.
 سیدي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي، چې د نویو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7y9x7ak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته