دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 219397
چين کابل کې د ۱۴۰۰ استوګنيزو اپارتمانونو جوړولو چارې پيلوي
ټاکل شوې ډېر ژر چين د کابل په دارالامان سيمه کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د جوړولو کار پيل کړي. د دې پروژې تړون نن د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د چين د ام سي سي ۱۹ کمپنۍ ترمنځ لاسليک شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه تړون د لاسليک پر مهال ولسمشر غني او په کابل کې د چين سفير هم حضور درلود.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد ښارګوټي جوړولو پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او چين ترمنځ شوی و او له مخې یې د چین ولسي جمهوریت د استوګنې د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړولو ژمنه کړې وه.
د خبرپاڼې په حواله، نن له هغه مجموعي شمېر څخه د استوګنې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو تړون چې په پنځو پوړونو کې د استوګنې ۵۶ بلاکونه دي، لاسلیک شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy9xuak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته