دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 219414
خلیلزاد: د شخړو کمېدل د بین‌الافغاني خبرو له بریالیتوب سره مرسته کوي
د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه‌منلو ده او تمه کوي چې ټول لوري شخړې کمې کړي.
ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ خبرو ته په اشاره وویل چې د شخړو کمېدل د دغو خبرو له بریالیتوب سره مرسته کوي.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه: "د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ډېره لوړه ده. پوهېږو چې د شخړو کمېدل ممکن دي. هیله‌من یو چې د اوسنیو خبرو اترو په نتیجه کې د ټولو لورو له‌خوا په شخړو کې د پام وړ کموالی راشي. د افغانانو وژل یا ټپي کېدل او د شخړو کمېدل به د دغو خبرو اترو د بریالیتوب لپاره د لازم باور له ایجادولو سره مرسته وکړي."
 
خلیلزاد دغه څرګندونې پرون سې شنبه د امریکا د استازو جرګې د څارنې او اصلاحاتو د کمېټې استماعیه غونډې ته پر ملي امنیت متمرکزه وه، وکړې.
هغه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې ته په اشاره وویل: "دغه موافقه څلور عنصره لري. لومړی یې د طالبانو له‌خوا له هرې ډلې یا هر چا سره چې د متحده ایالاتو یا متحدینو امنیت ته ګواښ متوجې کوي، د اړیکو د پرې کېدو ژمنه ده. په دې برخه کې موږ د پرمختګونو شاهدان وو. دا هم مهمه ده چې پرې تأکید وکړم چې له طالبانو سره د موافقې ترلاسلیک وروسته هغوی خپلو وسله‌والو ته امر کړی چې پر امریکایي او د ناټو پر ځواکونو له حملو ډډه وکړي. د دغې موافقې تر لاسلیک کېدو وروسته هېڅ یو امریکایي د طالبانو د حملې په نتیجه کې نه‌دی وژل شوی."
 
په دې غونډه کې ډېوېډ هیل وي چې د هندو او پاسیفیک په امنیتي چارو کې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه چارې مخ ته وړي وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې د شرطونو د عملي کېدو په صورت کې پنټاګون له مهال‌وېش سره سم له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو پروسه په محتاطانه ډول مخ ته وړي.
نوموړي زیاته کړه: "غواړم روښانه کړم چې د دفاع وزیر امر نه‌دی ورکړی چې په افغانستان کې دې د سرتېرو شمېر له ۵،۴۰۰ څخه کم شي، خو له دې سره موږ په محتاطانه ډول پر دې کار کوو چې که د متحده ایالاتو او طالبانو د موافقې شرطونه عملي شي، د امریکایي سرتېرو شمېر د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې صفر ته ورسوو."
په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته رسېږي. د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو یو له اساسي شرطونو، د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکول دي.
 
په دې استماعیه غونډه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په ترڅ کې د ښځو د حقونو د راتلونکې په اړه هم ډېرې پوښتنې مطرح شوې.
خلیلزاد ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندي کول او ساتنه‌یې د متحده ایالاتو لپاره ډېر مهم دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqy9xtak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته