نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلو پرانيستونکو خبرو کې هيله څرګنده کړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
ګوترش زياته کړه، د سولې داسې پروسه چې په هغه کې د ښځو، ځوانانو او د جګړې د قربانيانو غږ واورېدل شي، تلپاتې سولې ته هيلې زياتوي.
نوموړي دوحه کې د بينالافغاني خبرو پيلېدل يو ستر او مهم ګام وباله او په خبره يې، دا پرمختګ له کلونو وروسته شوی دی.
د نوموړي په باور بالاخره به دا خبرې اوربند او سولې ته رسېږي.
نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې دي او هيله کېږي چې د دغو خبرو په پایله کې به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او تلپاتې سوله رامنځته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)