دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 219427
کابل کې د طالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو
د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند وایي، د دې ولایت سروبي ولسوالۍ کې د پولیسو عملیاتو کې د طالبانو ډلې یو مهم قوماندان، مولوي صدیق الله ووژل شو.
د کابل پولیسو قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه عملیات تېره ورځ (سه شنبه، ۱تله) د سروبي ولسوالۍ «جګدلک» سیمه کې د دې ولایت د ګډو ځواکونو له لوري پر لاره اچول شوي وو.

هغه زیاته کړه، پولیسو خپل دغه عملیات د طالبانو ډلې ترهګریزو بریدونو ته د ځواب لپاره پر لاره اچولي ول. ښاغلي فرامرز په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل.
طالبانو لا تر اوسه د خپل دې کلیدي قوماندان وژنې په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauonu049n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته