دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 219438
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په دوحه کې د افغان سولې په اړه خبرو کې باید رسنۍ فعاله حضور ولري.
د یاد وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوای شرق نن چهارشنبه سپټمبر۲۳(تلې دوهمه) په کابل کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې خلک باید د سولې خبرو په اړه معلومات ولري.
هغه په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ روانو خبرو کې د رسنیو د فعال رول پر نشتوالی انتقاد وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې په یادو مذاکراتو کې د رسنیو د حضور په اړه د خبریالانو غوښتنه پر حق ده.
ښاغلي شیوای شرق وویل:"موږ هیله کوو چې هم د افغان حکومت رهبري او هم په دوحه کې د طالبانو مذاکراتي پلاوی د افغانستان ازادي رسنۍ مشخصي کړي، تر څو هغه څه چې جریان لري، سانسور نشي او د افغانستان خلکو ته د خبریالانو د ټولنې له لارې معلومات ورسیږي."
هغه وویل چې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو قانون له مخې سانسور د قانون خلاف عمل دی او د افغانستان حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی.
د کلید ګروپ رسنیو مشرې نجیبه ایوبي هم وویل چې د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې له قطر څخه راګرځېدلي خبریالان بیرته دوحې ته ولیږي.
نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونه مسؤلیت لري چې د خبرو روان جریان له خبریالانو سره شریک کړي، تر څو د افغانستان خلکو ته یې ورسوي.
اغلې ایوبي وویل: "موږ دا هیله لرو چې له یوې لایف کمرې سره د مذاکراتو پر مېز حضور ولر، خو لږ تر لږه د ورځې په اخیر کې باید خبریالانو ته معلومات ورکړل شي."
دا په داسې حال کې ده چې قطر ته د افغان سولې په اړه خبري پوښښ لپاره یو شمېر خبریالان د بین الافغاني خبرو تر پرانیست غونډې یوه ورځ وروسته بیرته کابل ته ستانه شوي دي.
د یادو مذاکراتو په اړه معلومات کله ناکله د افغان مذاکراتي ټېم د ویاند او غړي نادر نادري او طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند ډاکتر محمد نعیم لخوا پر ټویټر شریک کیږي.
تر دا مهاله دواړو لورو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1oqi42bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته