دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 219441
د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو ملي اداره وايي، تر دا مهاله یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.
د یادې ادارې ویاند احمد جاوید رسولي نن چهارشنبه سپټمبر۲۳(تلې دوهمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د الکترونیکي تذکرو اخیستلو تقاضا زیاته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله د هیواد داخل او بهر کې د الکترونیکي تذکرو ۴۷ مرکزونه پرانیستل شوي چې په وینا یې کېدایشي دغه مرکزونه نور هم پراخ شي.
ښاغلي رسولي وویل:"تر دا مهاله خلکو یومیلیون الکترونیکي تذکرې اخیستي دي... او په راتلوونکې کې به په نورو هیوادونو کې هم د افغان کډوالو لپاره مرکزونه پرانیستل شي."
افغان حکومت تر دا مهاله په ایران کې د مېشتو د افغان کډوالو لپاره د الکترونکي تذکرو ورکولو بهیر پيل کړی دی.
په پاکستان او نورو هیوادونو کې مېشتو افغانانو هم په هغه هیوادونو کې د الکترونیکي تذکرو بهیر پیلېدو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت ولسمشر محمد اشرف غني په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم لیکل هم توشیح کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgty9xqak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته