دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 219446
عبدالله: يو شمېر ازاد شوي طالب بنديان بيا جګړې ته ستانه شوي
د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، يو شمېر خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ور ګرځېدلي دي.
عبدالله دا خبرې پرون د امريکا د بهرنيو اړيکو شورا ته په وېډيويي کنفرانس کې کړې دي.
عبدالله ويلي، يو شمېر طالب زندانيان له زندان تر ازادېدو وروسته بېرته د جګړې ليکو ته تللي دي.
نوموړي زياته کړې:
د دقیق شمېر په تړاو يې نه پوهېږم خو موږ له دې خبر يو چې يو شمېر طالب زندانیان بېرته د جګړې ليکو ته ور ستانه شوي دي او دا له هغه ژمنې سره په تضاد کې ده، چې طالبانو کړې.
د هغه هوکړې له مخې چې  د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوه، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانيان او طالبانو د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانيان ازاد کړل.
طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشي شوي طالب بنديان به بېرته د جګړې ليکو ته ستنېږي.
اخوا طالبانو تر دې مهاله د عبدالله عبدالله د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې دغه ډول راپورونه رد کړي دي.
https://avapress.com/vdcba9b50rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته