دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 219450
افغانستان کې د کبانو د تولید کچه ۱۱ زره مټریک ټنو ته ورسېده
په افغانستان کې د کبانو د تولید کچه په کلني ډول ۱۱ زره مټریک ټنو ته رسېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ډېره برخه کبان په کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کونړ کې تولیدېږي.
نوموړي وویل، تر دې وړاندې د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه کبان له پاکستان څخه راوړل کېدل.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دا مهال په افغانستان کې د کبانو د روزنې او تولید ۲،۰۰۰ فارمونه شته او هڅې روانې دي چې شمېر یې لا زیات شي.
https://avapress.com/vdcgny9xzak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته