کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: سوله او اوربند زموږ لومړيتوب دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1399 ساعت 10:52

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که څه هم افغانستان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو سوله او اوربند د افغان حکومت لومړيتوب دی.


ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل:
اوربند او د تاوتریخوالي سملاسي ختمول تر بل هر څه موږ ته د پرمختګ ډېر چانس راکوي
ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو مننه وکړه چې په افغانستان کې د اوربند او تاوتريخوالي د کمښت غوښتنه کوي او دغه راز يې له دې سازمان غوښتنه وکړه چې دې پېچلو حالاتو کې د افغانستان لاسنيوی وکړي.
ولسمشر غني زياته کړه:
په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر، موږ باید د تروریزم پر ريښو چې زموږ په سیمه کې د یوې بلا او افت په څېر غځېدلي، تمرکز وکړو او د نړیوال ګواښ او پدېدې په توګه چې ده، رسېدګي ورته وکړو.
ولسمشر غني وويل، افغان حکومت په هېواد کې د سولې خبرو لپاره خپله ژمنتیا وښوده.
نوموړي زياته کړه:
د یوه دولت او ټولنې په توګه مو؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل په موخه د سخت تصمیم نیولو لپاره ژمنتیا، همدردي او لازمه مېړانه وښوده.”
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وږي مياشتې په ۲۲مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې مخامخ خبرې پيل شوې، خو تر دې مهاله دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د دې خبرو لپاره په تګلاره موافقه وکړي.


د مطلب کود: 219481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219481/ولسمشر-غني-سوله-او-اوربند-زموږ-لومړيتوب-دی

آوا
  https://www.avapress.com