د ژغورونکو د هڅو سربېره د استرالیا په جنوب کې د تسمانیا ټاپو په اوبو کې ایسار شوي اکثر نهنګان تلف شوي دي.
د استرالیا په جنوب کې اکثر نهنګان تلف شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1399 ساعت 12:30
د ژغورونکو د هڅو سربېره د استرالیا په جنوب کې د تسمانیا ټاپو په اوبو کې ایسار شوي اکثر نهنګان تلف شوي دي.
د دغو مړه شویو نهنګانو شمېر په دې سیمه کې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.
اوس د دوی له ډلې د تقریباً ۳۸۰ نهنګانو مړینه تأیید شوې ده.
دغه پيلوټ نومي نهنګان تر ډېره د استرالیا د جنوب په اوبو کې ژوند کوي. دغه نهنګان تر اوو مترو پورې اوږده وي او درې زره کیلوګرامه وزن لري.
د مطلب کود: 219495