دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 219496
ازبکستان: ملګري ملتونه دې د افغان سولې لپاره کمېټه جوړه کړي
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره ځانګړي کمېټه جوړه کړي.
ميرضيايف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، دغه کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږي کوي.
نوموړي زياته کړه، دغه کمېټه به دغه راز په افغانستان کې د پخلاينې او سياسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي او د سولې له پروسې سره به مرسته کوي.
ازبکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د مرستې لېوالتیا لري او تر دې وړاندې يې وړانديز کړی و، چې دغه هېواد غواړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کوربه‌توب وکړي.
ازبکستان تېر کال هم د افغانستان د سولې په تړاو د يوې مهمې غونډې کوربه‌توب کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy9x3ak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته