دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 219497
چارواکي: بدخشان کې د طالبانو کمین کې د یوې کورنۍ ۵غړي وژل شوي
بدخشان کې د طالبانو کمین کې د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵غړي وژل شوي دي.
د والي ویاند، ثناالله روحاني وايي پېښه نن سهار (پنجشنبې د تلې په ۳مه نېټه) د بدخشان درایم ولسوالۍ کې شوې او په ترڅ کې یې د یادې کورنۍ یو غړی ټپي شوی دی.
ښاغلی روحاني زیاتوي، پېښه په داسې حال کې شوې چې د قربانۍ کورنۍ غړو خپل ماشومان پتاوک کلي کې یوې مدرسې ته لېږدول.
د بدخشان پولیس وايي چې  دپېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwwniq23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته