کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: بدخشان کې د طالبانو کمین کې د یوې کورنۍ ۵غړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1399 ساعت 12:29

بدخشان کې د طالبانو کمین کې د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵غړي وژل شوي دي.


د والي ویاند، ثناالله روحاني وايي پېښه نن سهار (پنجشنبې د تلې په ۳مه نېټه) د بدخشان درایم ولسوالۍ کې شوې او په ترڅ کې یې د یادې کورنۍ یو غړی ټپي شوی دی.
ښاغلی روحاني زیاتوي، پېښه په داسې حال کې شوې چې د قربانۍ کورنۍ غړو خپل ماشومان پتاوک کلي کې یوې مدرسې ته لېږدول.
د بدخشان پولیس وايي چې  دپېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 219497

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219497/چارواکي-بدخشان-کې-د-طالبانو-کمین-یوې-کورنۍ-۵غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com