دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 219511
د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې
د پايلو د اعلان پر مهال د لوړو زده‌کړو وزير عباس بصير وويل، اړتيا ده چې د لوړو زده‌کړو برخه کې پراخه پانګونه وشي.
د نوموړي په خبره، د کميت او کيفيت دواړو له پلوه تر دې مهاله په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو برخه کې ستونزې شته.
بصير وويل، تر دې مهاله د لوړو زده‌کړو وزارت يوازې د لوړو زده‌کړو د غوښتونکو له ډلې لس سلنه جذبولای شي چې دا ډېره کمه کچه ده.
سږ کال د کانکور ازموينې عمومي اولډنومره شمسيه د محمد نسيم لور ده، چې ۳۵۳ عشاريه ۱۸۵
نمرې يې وړې او کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezo8wzjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته