په افغانستان کې له لمر او باد څخه د انرژۍ د ترلاسه کولو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
افغانستان کې د لمر او باد انرژۍ ۴ پروژو تړونونه لاسلیک شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1399 ساعت 14:50
په افغانستان کې له لمر او باد څخه د انرژۍ د ترلاسه کولو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
پر دې ۱۶۰ میلیونه ډالر پانګونه کېږي چې د امریکا پرمختیایي اداره (یو اېس اېډ) یې تمویلوي.
د دې پروژو تړونونه د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې لاسلیک شول.
دوهیې لمریزې دي چې یوه په کابل او بله په بلخ کې ده او دوه بادي پروژې په هرات کې پلې کېږي.
ټاکل شوې ده چې له یوه نیم تر څه باندې دوو کلونو پورې به د دې پروژو کارونه بشپړ شي او نږدې ۱۱۰ مېګا واټه برېښنا به تولید کړي.
د مطلب کود: 219514