نن په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د خبرو دوه اوونۍ پوره شوې خو دواړه لوري تر اوسه د خبرو پر کړنلاره موافقې ته نهدي رسېدلي.
د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې څخه ازادۍ راډیو ته وویل چې د جګړو دوام خلک اندېښمن کړي دي.
هغه زیاته کړه: "زموږ تمه له طالبانو دا ده چې جګړه بنده شي او د سولې مذاکرات پرمخ ولاړ شي ځکه وروستیو جګړو او تلفاتو د افغانانو اندېښنې راپارولي دي."
په پام کې ده د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره د بینالافغاني خبرو په اړه بحث وکړي. د مصالحې د عالي شورا ویاند ښاغلی خوځون وايي، د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان ونډه مهمه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)