دخپریدو نیټه :شنبه ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 219563
غني او عمران خان په افغانستان کې په اوربند ټینګار کړی
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له جمهور رئيس محمداشرف غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کړی.
له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې جمهور رئيس غني او لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام (تلې څلورمه) د ټیلیفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې کړي.
ارګ ویلي چې ښاغلي غني په دغوخبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
په بیان کې د ښاغلي خان له قوله راغلي: :"موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو ".
د پاکستان لومړي وزیر د جمهور رئيس غني له بلنې څخه په مننې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاو د تماس ډلې له دوه اونیو راهیسې د بین‌الافغاني مذاکراتو د ترسره کولو لپاره د کړنلارې په جوړولو بوخت دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb09b5frhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته