دخپریدو نیټه :شنبه ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 219581
د غزني د آلوبخارا حاصل دوه زره ټنه ته رسېدلي
د غزني ولایت د کرنې ریاست وایي، سږکال د الوبخارا له ۲۶۰ بڼوڼو څه باندې دوه زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوي
د غزنې د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچې وايي، د غزنې په ولایت کې د الوبخارا څلور ډولونه کرل شوي دي، چې تر ټولو نوموتي هغه یې «دل ګنجشک» دی او نړیوال بازار لري. د هغه په خبره، د غزني آلوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کانادا ته هم صادریږي.
د «پدیده غزنه» د شرکت مسوول حیات الله شفاهي وايي، چې د نورو ولایتونو په پرتله په غزنې کې آلوبخارا ډېر تولیدیږي. هغه وویل، چې ددې ولایت آلوبخارا لوړه بیه لري، چې دمګړۍ د غزني په بازارونو کې یوه کیلو وچ آلوبخارا په ۲۰۰ افغانیو خرڅیږي.
ښاغلی شفاهي وویل، چې د غزني د آلوبخاروو د تولید او پروسس په برخه کې لویه ستونزه بسته بندي ده. هغه وویل، چې داستونزه ددې لامل شوې، چې ددې ولایت آلوبخارا په غېرمعیاري ډول او په ټیټه بیه له هېواده بهر بازارونو ته صادر او وپلورل شي.
آلوبخارا د کابل، غزني، لوګر، پروان، کندهار، زابل او میدان وردګو په ولایتونو کې تولیدیږي. په دې ډله کې غزني تر ټولو زیاد او باکیفیته آلوبخارا تولیدوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw9b58rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته