دخپریدو نیټه :شنبه ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 219582
چارواکي: د طالبانو د ځپلو په موخه ګیزاب او دهراوود کې عملیات پیل شوي
امنیتي چارواکي وايي، د ارزګان ګیزاب او دهراوود ولسوالیو کې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي دي.
دغه چارواکي وايي، دواړو ولسوالیو ته کمانډو سرتېري رسېدلي دي او لسګونه وسله وال طالبانوته مرګ ژوبله اړولې.
خو د یاد ولسواليو خلک او د ولسي جرګې غړي وايي، وسله والو طالبانو لا هم یاد ولسوالۍ کلکې محاصره کړي دي او هلته جګړې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4oqii2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته