دخپریدو نیټه :شنبه ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 219588
افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۳۹۱۹۲ ته ورسېدې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه معلومات ښيي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروسد ۱۰۳ سمپلونو له شمېرې شپږ یې مثبتې تشخیص شوي دي.
د دغه وزارت د رسمي شمیرو په اساس د تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمیر ۳۹زره او ۱۹۲ ته پورته شوی دی.
د روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۶ ناروغان بېرته روغ شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۴۵۳ ته او ته پورته شوی او ۳۲زره او ۶۳۵ کسان بېرته روغ شوي دي.
د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۱۰۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدله شوه.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې د شبنې تر ورځې د سپټمبر ۲۶مه (تلې پنځمه) په نړۍ کې څه باندې ۳۲.۵ میلیونه کسان په کروناویروس اخته شوي او له دې شمیرې کابو ۹۸۹زره ناروغان مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciv3arvt1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته