دخپریدو نیټه :شنبه ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 219600
د درمل جوړونکو نړیواله ورځ؛ افغانان له بې کیفته درملو شکایت کوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن شنبه د سېپټېمبر ۲۶ نېټه د فارمسستانو یا درمل جوړونکو نړیواله ورځ ونماځله.
په افغانستان کې له دغې ورځې په داسې حال کې نماځل کېږي چې خلک له بې کیفته درملو شکایت کوي.
د سېپټېمبر ۲۵ مه د فارمسستانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه ورځ ځنډ سره د شنبې په ورځ دغه ورځ ونماځله.
د دغه هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د درملو جوړولو لپاره لپا له ډېرو فرصتونو برابرولو سره سره اوس هم په ډېره اندازه درمل له بهرنیو هېوادونو واردېږي.
هغه زیاته کړه: "په کلني ډول شاوخوا له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ میلیونو ډالرو پورې زموږ درمل له نورو هېوادونو څخه واردېږي، دا ډېره ستره پانګه ده چې له هېواد نه وځي، که موږ په خپل هېواد کې درمل جوړونې په برخه کې ډېر او لازم فرصتونو او ظرفیتونو رامنځته کړو نو موږ به دغه پېسې د هېواد ملي عوایدو ته ور اضافه کړو. "
ښاغلی عثماني وايي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا د درمل جوړونکو د ظرفیت لوړنې پروګرامونه پیل شوي او نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې نور کوټلي ګامونه هم پورته شي.
د ( فارمسستانو) یا د درمل جوړونکو نړیوال فدراسیون شاوخوا یوه پيړۍ وړاندې د سېپټېمبر په ۲۵مه د هالنډ په هاګ ښار کې د څو هېوادونو د ګډ کار په پایله کې جوړ شو.
د دغه فدراسیون د شمېرو له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳ میلیونه درمل جوړونکي شته چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له پر بنسټ ۸ زره یې په افغانستان کې دي.
دا وزارت دا هم وايي، چې په افغانستان کې شا او خوا ۶۰ د درمل جوړولو فابریکې او د ۱۴ زرو په شا او خوا کې درملتونونه فعالیت لري.
خو کابل ښاریان ددرمل جوړونکو او درملتونونو د فعالیت په اړه څه وايي؟
د کابل ښار اوسیدونکي اسدالله وايي: "زموږ په وطن کې چې کومه دوا ده کیفیت نه لري، ماته پنځه شپږ کسان معلوم دي چې همدغه دواګانې خوړلې او له لنډ تکلیف وروسته یې خپله ساه ورکړې، دغه دواګانې بلکل کیفیت نه لري، زما له حکومت څخه غوښتنه دا ده چې ددې کار مخه ونیسي، په کندهار کې دغه دواکانې په ټوکرۍ ګانو کې خرڅېږي، که یوه ورځ یې درس ویلي یا نه د دوا خرڅولو ته به ناست وي. "
د دې ښار یو بل اوسېدونکي عبدالولي وویل:​" دا خلک ټوله دوا تجارتي راوړي، له خلکو پیسې اخلي او کیفیت ته پام نه کوي، هرڅوک یې چې په هر ډول وغولول."
د دغه مناسبت په بهانه مو د کابل ښار یو درملتون ته هم سر ورښکاره کړ، درمل جوړونکی عبدالغفار چې له شلو کلنو هیسې په دغه درملتون کې کار کوی ازادي راډیو ته یې وویل: ​"د درملو د کیفیت په اړه چې خلک اندېښنې لري د دوی اندېښنې پرځای دي، موږ ته معلومات کېږي چې د ښه کیفیت درلودنکي درمل افغانستان ته راځي ځکع دا زموږ کار وبار دی، خو خلکو ته په دې برخه کې قناعت ورکول سخت کار دی، د دې لپاره چې باور په دې برخه کې لمنځه تللی، په ټوله کې د درمل جوړونې کارونه په افغانستان کې له ستونزو سره مخ دي حکومت اسانیتاوې نه دي برابرې کړي، په یوه پلمه نه یوه پلمه زموږ د کار فضا راتنګوي."
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت له تیرو پنځو کلونو راپدېخوا د فارمسستانو یا درمل جوړونکو نړېواله ورځ نماځي.
سږکال بیا دغه ورځ په داسې حال کې نماځل کېږي چې په دغه هېواد کې کرونا ویروس خپور دی او ډاکټرانو، درملو او درمل جوړونکو ته د خلکو اړتیا تر پخوا دېره ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzn0xzyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته