کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بامیانو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 میزان 1399 ساعت 10:50

په بامیانو ولایت کې د طالبانو د یو کمین په ترڅ کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.


د بامیانو ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره روځ د دغه ولایت د شیبر ولسوالۍ په شکاري دره کې د یو کمین په ترڅ کې  د افغان پوځ د ځانګړې قطعې څلور سرتېري وژلي دي.
د بامیانو ولایت امنیه قومندان صادق مرادي وایي، په دغه برید کې دوه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.
بامیان ولایت د افغانستان له ترټولو امنو ولایتونو له ډلې شمېرل کېږي خو په دې وروستیو کې وسله‌والو طالبان په دې توانېدلي دي چې هیواد امنو ځایونو ته ځانونه ورسوي، حتا په مرکز کابل هم طالبان لیدل شوي دي.


د مطلب کود: 219621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219621/بامیانو-کې-څلور-امنیتي-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com