دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 219621
بامیانو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي
په بامیانو ولایت کې د طالبانو د یو کمین په ترڅ کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د بامیانو ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره روځ د دغه ولایت د شیبر ولسوالۍ په شکاري دره کې د یو کمین په ترڅ کې  د افغان پوځ د ځانګړې قطعې څلور سرتېري وژلي دي.
د بامیانو ولایت امنیه قومندان صادق مرادي وایي، په دغه برید کې دوه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.
بامیان ولایت د افغانستان له ترټولو امنو ولایتونو له ډلې شمېرل کېږي خو په دې وروستیو کې وسله‌والو طالبان په دې توانېدلي دي چې هیواد امنو ځایونو ته ځانونه ورسوي، حتا په مرکز کابل هم طالبان لیدل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxy9xqak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته