دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 219630
ناټو او اروپایي ټولنه: له افغان سولې پروسې سره همکاري کوو
ناټو وایي، له اروپایي ټولنې سره په کډه له افغان سولې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونتیکورو په خپله ټویټر پاڼه لیکي، ناټو او اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره پوره همکاري کوي.
د ناټو او اروپایي ټولنې استازو تېره ورځ په یوه غونډه کې هم د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی او له دغې پروسې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
دغه راز اروپایي ټولنې هم له افغان سولې پروسې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هڅه کوي په دغه هیواد کې د ملکي پولیسو په جوړولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
ناټو او اروپایي ټولنې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په لومړۍ ورځ هم له افغان سولې پروسې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwy9xzak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته