کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو او اروپایي ټولنه: له افغان سولې پروسې سره همکاري کوو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 میزان 1399 ساعت 11:48

ناټو وایي، له اروپایي ټولنې سره په کډه له افغان سولې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونتیکورو په خپله ټویټر پاڼه لیکي، ناټو او اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره پوره همکاري کوي.
د ناټو او اروپایي ټولنې استازو تېره ورځ په یوه غونډه کې هم د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی او له دغې پروسې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
دغه راز اروپایي ټولنې هم له افغان سولې پروسې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هڅه کوي په دغه هیواد کې د ملکي پولیسو په جوړولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
ناټو او اروپایي ټولنې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په لومړۍ ورځ هم له افغان سولې پروسې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.


د مطلب کود: 219630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219630/ناټو-او-اروپایي-ټولنه-له-افغان-سولې-پروسې-سره-همکاري-کوو

آوا
  https://www.avapress.com