دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 219633
بدخشان کې د ماشومانو ګوزڼ ۲ پېښې ثبت شوې
په بدخشان ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې.
د بدخشان عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دا له ۱۴ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په دې ولایت کې ثبت کېږي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر ازادي راډیو ته وویل، په پولیو یا ګوزڼ دا دوه تر پنځو کلونو کوچني ماشومان د یمګان او کشم ولسوالیو اوسېدونکي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې په وروستیو کې د طالبانو د مخالفت له کبله په دې ولایت کې سلګونه ماشومان د پولیو له واکسینه بې‌برخې شوي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې ډله‌یې د پولیو واکسین د تطبیق مخه نه‌نیسي.
په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي د افغانستان په څو ختیځو او جنوبي ولایتونو پورې محدوده شوې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjthe8tuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته