دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 219651
عمران خان: افغان جګړه ختمېدو ته نژدې شوې ده
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د روانو خبرو له امله افغان جګړه ختمېدو ته نژدې شوې ده.
عمران په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په خپره کړې مقاله کې ویلي، که څه هم په دې برخه کې به ستونزې وي، خو نوموړي زیاته کړې چې بریالیتوب یې د ټولو اړخونو زغم او حوصل ته اړتیا لري.
هغه ویلي:"په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کېدایشي له ستونزو سره مخ وي، د ټولو اړخونو صبر او حوصلې ته اړتیا لري، کېدایشي پرمختګ وکړي، خو ستونزې به وي،کېدایشي کله ناکله به ګډوډي وي، ځکه چې افغانان د خپل راتلونکي لپاره کار کوي."
نوموړي زیاته کړې چې له خارجي زور څخه په استفادې په افغانستان کې سوله او ثبات نشي راتلی، بلکې په خبره یې یوازې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د روغې جوړې له لارې راتلی شي.
هغه د سولې خبرو په جریان کې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو هم ټينګار کړی دی.
دا په داسې حال کې چې ولسمشر غني او عمران خان د تلې پر څلورمه د ټیلیفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، د سولې د بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې کړي.
ارګ ویلي چې ښاغلي غني په دغو خبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
په بیان کې د ښاغلي خان له قوله راغلي:"موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو."
د پاکستان صدراعظم د سپټمبر پر ۱۲مه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدل د افغانستان، سیمې او پاکستان لپاره هیله بخښوونکي بللي دي.
خان ویلي چې د افغانستان کړکېچ تر افغانانو وروسته د پاکستان پر اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.هغه په پاکستان کې د مخدره موادو او وسلو تور بازر پراخېدل د افغان جګړې د اغېزو له امله بللی دی.
عمران خان یو ځل بیا زیاته کړې، تر څو چې افغانستان کې سولې ټینګه نشي په پاکستان کې هم سوله نشي راتلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjihe8vuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته