دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 219675
روان کال کندهار کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي
په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، سږ کال د روژې له میاشتې را هیسې په دغه ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي.
دغه کمېسیون وایي، په دې بریدونو کې عمومأ له موټر سایکل کار اخیستل کېږي چې قومي مشران، د امنیتي ادارو کارکوونکي، او پولیس په نښه کېږي.
د دوی په خبره، د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو ترڅنګ له ښځو او کم عمره ځوانانو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دغه ولایت په یو نا امنه ځای بدل شوی دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1d0tw6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته