د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي پرون ته وویل چې نوموړی بریدګر د وسله والو طالبانو ډلې «قاري بلال» په نوم د ځانمرګو بریدونو د مسوول له لوري رهبري شوی و او غوښتل یې چې د مشرانو جرګې پر مشر برید ترسره کړي، خو موخې ته له رسیدو وړاندې ونیول شو.
د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پر مهال د عرفان الله په نوم ځانمرګی بریدګر چې په سرخرودي مشهور و، ژوندی نیولی دی
7 میزان 1399 ساعت 11:06
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي پرون ته وویل چې نوموړی بریدګر د وسله والو طالبانو ډلې «قاري بلال» په نوم د ځانمرګو بریدونو د مسوول له لوري رهبري شوی و او غوښتل یې چې د مشرانو جرګې پر مشر برید ترسره کړي، خو موخې ته له رسیدو وړاندې ونیول شو.
دولتزي وویل:«د لغمان او ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو په مشترک ډول عملیات ترسره کړل، چې پر مهال یې یو ځانمرګی بریدګر چې د وسله والو طالبانو له لوري رهبري شوی او غوښتل یې د مشرانو جرګې پر رئیس فضل الهادي مسلمیار برید تر سره کړي، چې موخې ته له رسیدو وړاندې ونیول شو.»
د ننګرهار والي ویاند دغه راز زیاته کړه، چې د ملي امنیت ځواکونو د یادو عملیاتو پر مهال د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل _ جلال اباد په لویه لاره په يوه زرنج موټرسایکل کې بار لس بورۍ چاودېدونکي توکي چې ۲۵۶ کیلو ګرامه کیږي هم نیولي چې د انتقال په تور یو تن نیول شوی دی.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 219677