دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 219682
ملي امنیت ریاست ننګرهار کې د داعش د یوې ډله‌ییزې حملې مخنیوی کړی
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وایي په ننګرهار کې یې د داعش وسله‌والو د یوې ډله‌ییزې حملې مخه نیولې ده.
په دې اړه د ملي امنیت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ځانګړو افغان ځواکونو په ننګرهار د داعش وسله‌والې ډلې شپږ کسیز ګروپ چې غوښتل یې په یاد ولایت کې د ملي اردو د منسوبینو او قومي مشرانو یوه ګډه غونډه په نښه کړي، نیولې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د نبي‌الله په مشرۍ په دغه شپږ کسیز ګروپ کې د جلال‌اباد ښار لپاره د دغه ډلې د چاودنو مسؤل هم نیول شوی دی.
د اعلامیې پر بنسټ د ځانګړو افغان ځواکونو د دغه هدفي عملیاتو په پایله کې د ځان مرګو واسکټونه، یو شمېر سپکې او درنې وسلې او چاودېدونکي مواد هم نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې یو طالب انتحاري حمله کوونکی نیولی چې د مشرانو جرګې پر مشر فضل‌الهادي مسلمیار یې د حملې پلان درلود.
تر اوسه طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjn0xxyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته