د افغان حکومت د مرکچي پلاوي يوه غړي نادر نادري پر خپل ټوېټر ليکلي:
نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت او مقابل لوري تماس ډلو ګډه کاري جلسه درلوده. دغه جلسه چې څو ساعته یې دوام وکړ پکې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث وشو. دغه بحثونه به ادامه ولري.
له بل لوري د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمدنعيم هم پر خپل ټوېټر ليکلی چې د تماس ډلو غونډې به تر هغې دوام ولري چې پاتې اختلافي موارد حل شي.
تر دې مهاله هم د تماس ډلو ترمنځ په دوو مهمو مسايلو د نظر اختلاف پاتې دی. په دوحه کې يو شمېر سرچينې وايي، د طالبانو له لوري د اساس په توګه د حنفي فقې وړاندې کول او د جعفري فقې نه منل او دغه راز د امريکا او طالبانو د هوکړې پر چوکاټ کې د بينالافغاني خبرو پر پر مخوړلو د طالبانو ټينګار هغه دوه مسايل دي چې تر دې مهاله هم نه دي حل شوي.
تر دې مهاله د تماس ډلو په ۱۸ مواردو توافق کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)