د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن (دوشنبه،۷تله) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته لاړ. ښاغلی عبدالله د پاکستان لومړي وزیر په رسمي بلنه، اسلام اباد ته تللی.
عبدالله عبدالله د پاکستان لومړي وزیر په بلنه اسلام اباد ته لاړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 میزان 1399 ساعت 10:55
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن (دوشنبه،۷تله) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته لاړ. ښاغلی عبدالله د پاکستان لومړي وزیر په رسمي بلنه، اسلام اباد ته تللی.
له عبدالله سره په دې سفر کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیالان عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي دغه راز د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی مله دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، پام کې ده، چې ښاغلی عبدالله په دې سفر کې د لومړي وزیر عمران خان، د دواړو مجلسونو مشرانو، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه په ګډون له نظامي او غېر نظامي چارواکو سره وګوري.
د خبرپاڼې له مخې، په وروستۍ یوه لسیزه کې، پاکستان ته د عبدالله عبدالله دا لومړی سفر دی. خبرپاڼه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر له قوله راغلي، چې هغه په دې سفر کې د سولې د هڅو په اړه د پاکستان لوړ پوړو رهبرانو او چارواکو سره خبرې اترې کوي.
عبدالله هیله ښودلې، چې د نوموړي په دې سفر سره به له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د تلپاتې او باعزته سولې ټینګښت لپاره یو نوی باب پرانستل شي
د مطلب کود: 219684