دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 219702
غني: ګمرکاتو کې دې ګومارنې د ازاد رقابت له لارې ترسره شي
ولسمشر غني تېره ورځ د ولسي جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې ویلي، په عایداتي ادارو او ګمرکاتو کې دې ګومارنې د ازاد رقابت پر اساس ترسره شي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني تېره ورځ د ولسي جرګې د مالي اقتصاد او مالي بودجې کمېسینونو له رئیسانو او غړو سره وکتل.
خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني په دې لیدنه کې ویلي، د ګمرکونو په برخه کې اساسي اقدامات ترلاس لاندې لري او په خبره یې په ګمرکونو او عایداتي ادارو کې باید ګومارنې د ازد رقابت له لارې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینې خبرونه خپاره شول چې د ولسي جرګې ۴۷ غړو د کمرکاتو ۵۰ سلنه ګومارنې په زور ترسره کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzy9xxak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته