کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نادري: د تماس ډلې نن هم پر دوو مهمو موضوعاتو خبرو ته دوام ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 میزان 1399 ساعت 14:50

د افغان حکومت د مرکچي پلاوی غړی او وياند نادر نادري وايي، د تماس ډلې اوس مهال پر دوو مهمو مسئلو چې د افغانستان لپاره له ارزشي او هويتي اړخه مهمې دي خبرې او بحثونه کوي.


نوموړي دا خبرې نن له دوحې د وېډيو کنفرانس له لارې افغان خبريالانو ته وکړې. که څه هم ښاغلي نادري په مشخص ډول ونه ويل چې دا دوې موضوع‌ګانې کومې دي، خو ټينګار يې وکړ چې دا دوې مسئلې له ارزشي او هويتي پلوه د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.
نوموړي زياته کړه، د تماس ډلو ناسته نن هم ترسره کېږي او دواړه لوري د پاتې دوو موضوع‌ګانو په تړاو خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.
نادري زياته کړه، پرون هم د تماس ډلو ۴ ساعته خبرې وکړې او د نوموړي په باور ښه بحثونه شوي دي.
نادر نادري وويل، د تماس دواړه ډلې هڅې کوي يو ګډ تفاهم ته ورسېږي او يو مشترکه لاره رامنځته کړي.
که څه هم په نننۍ خبري غونډه کې نادر نادري په څرګند ډول ونه ويل چې دوه وروستي اختلافي مسايل کوم دي، خو تر دې وړاندې رسنيو ته رسېدلي معلومات ښيي چې اوس مهال د طالبانو له لوري دا وړانديز چې بين‌الافغاني خبرې دې هم د امريکا او طالبانو د هوکړې په چوکاټ کې پر مخ لاړې شي او د افغان مرکچي پلاوي له لوري دا دريځ چې که د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه اساس ګرځي، بايد د کابل اعلاميه هم د دې خبرو اساس وي ځکه دواړه په يوه ورځ او ګډو موضوعاتو خپاره شوي دي، لومړی اختلافي ټکی دی.
د دغو معلوماتو پر بنسټ دويمه موضوع د طالبانو له لوري د جعفري فقهې نه منل او په موضوعاتو کې حنفي فقې ته مراجعه بلل شوې ده، خو د معلوماتو پر بنسټ دې مورد کې يو څه پرمختګ شوی او طالبانو ژمنه کړې چې دې برخه کې له خپلو مشرانو سره مشورې کوي.
اما تر دې مهاله په رسمي ډول نه د افغان حکومت او نه هم د طالبانو مرکچي پلاوي څه ويلي دي.


د مطلب کود: 219712

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219712/نادري-د-تماس-ډلې-نن-هم-پر-دوو-مهمو-موضوعاتو-خبرو-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com